د توکل مشتقات او او ګډه ریښه لرونکي ټکي ئې په قرآن کریم کې کابو اویا ځله په بېلابېلو مضمونونو سره کارول شوي دي. ویلی شو چې په قرآن کې د توکل په اړه تر ټولو مهم مضمون ایمان دی. د «عَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ» عبارت د قرآن کریم په څو سورو کې تکرار شوی چې په واضح ډول توکل د ایمان لازمې برخې په توګه بریښوي.
نور ډېرآیتونه هم دې معنا ته اشاره کوي. دمثال په توګه، کله چې حضرت موسی(علیهالسلام) بنياسرائیلو ته امر وکړ چې مقدسې ځمکې ته داخل شي، نو هغوی د هغه ځای د یوې پیاوړې ډلې له وېرې د دې حکم له اجرا کولو ډډه وکړه (مائده: ۲۱-۲۲).
قرآن کریم د دوو خداترسو کسانو له خولې وایي: «قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَ عَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ» (مائده: ۲۳).
دغو دوو کسانو په آیت کې څو صفتونه درلودل: لومړی، دوی خداترس وو او له خداي پرته له بل چا نه وېرېدل. دویم، دوي له الهي نعمته چې هماغه الهي ولایت دی، ورڅخه برخمن وو. د دغو دوو صفتونو پایله دا وه چې دوی یقین درلود چې د داخلېدو په بڼه کې به حتماً بریالي شي. دا صفتونه د الله پر توکل رسېږي چې د جهاد لپاره د علمي او عملي اقدام لازمې برخې دي. د آیت په پای کې بیا ټینګار شوی چې د دې توکل لپاره اړین شرط ایمان دی.
په قرآن کریم کې توکل له تقوا سره هم کارول شوی: «وَ مَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَ مَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ» (طلاق: ۲-۳). په دوو نورو آیتونو کې صبر د توکل سره یوځای یاد شوی: «الَّذِينَ صَبَرُوا وَ عَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ» (نحل: ۴۲؛ عنکبوت: ۵۹).
له دغو آیاتو څخه دا معلومیږي چې توکل د هوډ او ارادې له مرحلې سره تړاؤ لري او په عملي کړنو کې د ایمان، تسلیم، اعتماد، تقوا او صبر په څېر مفاهیمو سره څرګندیږي. په بله معنا، د دغو مفاهیمو برآیند د توکل په اړه یو معنوي چینل جوړوي چې په توکل د ښه پوهیدو لپاره په دې مفاهیمو دقیق پام کول، اغیزې شیندي.
https://iqna.ir/en/news/3492439